Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روسیې د افغانستان د اوبو او انرژۍ سکټور د پراختیا برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزیر د روسیې د انرژۍ اونۍ نړۍوال فورم کې ګډون کړی او د دغه فورم په څنډه کې یې له خپل روسي سیال سره د افغانستان د اوبو او انرژۍ سکټور کې د ګډو همکاریو، پانګونې او د پروژو پلې کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د روسیې د انرژۍ د اونۍ په نړۍوال فورم کې ګډون وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، په یاد فورم کې د روسیې فدراسیون ولسمشر ولادیمیر پوتین رسمي وینا وکړه چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو او د انرژۍ د سکټور د متخصصینو پراخ پام یې ځان ته ور واړاوه.

منصور د دغه فورم په څنډه کې له خپل سیال، د روسیې فدراسیون د انرژۍ له وزیر سرګي تسویلیوف سره هم لیدلي او په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د ګډو همکاریو، پانګونې او د پروژو پلې کولو په اړه خبرې کړې دي.

یاد وزارت لیکلي، د روسیې د انرژۍ وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د اوبو او انرژۍ برخه کې د تخنیکي تجربو شریکولو، د متخصصینو د روزنې او د زیربنایي پروژو په پلې کولو کې له افغانستان سره نږدې او عملي همکاري کوي.

خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ برخه کې د متقابل باور او همکارۍ یو مهم ګام بلل کېږي چې تمه ده له دې لارې به په افغانستان کې د انرژۍ د سکټور د پیاوړتیا لپاره نوې دروازې پرانيستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.