Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: نن په دوحه کې له پاکستاني اړخ سره مذاکرات ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): ا.ا وایي، افغان پلاوی له پاکستاني اړخ سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ، او سره له دې چې ا.ا د پاکستاني پوځیانو تجاوز ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو په منظور دې افغان ځواکونه له نوو تحرکاتو ډډه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دا چې وعده شوې وه له پاکستاني اړخ سره به نن په دوحه کې مذاکرات ترسره کېږي، د افغانستان د دفاع د وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی نن دوحې ته ولاړ.

هغه لیکلي، له بلې خوا تېره شپه یو ځل بیا د پاکستاني پوځیانو له خوا په پکتیکا کې پر ملکي ځایونو هوايي بریدونه وشول چې یو شمېر ملکي هېوادوال په‌کې شهیدان او ټپیان شول.

دی وایي: «اسلامي امارت د پاکستاني پوځیانو متکرر جنایت او د افغانستان د حریم نقض پر تر ټولو سختو ټکو غندي او داسې کړنې پارونکی عمل او د جګړې د اوږدېدو هڅه بولي.»

مجاهد لیکلي، له دې سره سره چې اسلامي امارت د پاکستاني پوځيانو تجاوز او د حریم نقض ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او هغه د درناوي په منظور دې د اسلامي امارت ځواکونه له نوو تحرکاتو ډډه وکړي.

ده ویلي، افغانستان پر سوله‌ییز حل او سیمه‌ییز امن باور لري، خو کوم څه چې پېښېږي هغه ټول د پاکستاني اړخ د تجازونو له امله دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.