کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په کابل ښار کې د پټرولو بیه یو څه ټیټه شوې خو د ډېزلو، ګاز او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرو ۷ ورځو په نسبت د وارداتو ډېرېدو له امله د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۵ افغانیو ۷۴ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
خو نوموړی وايي چې نن د تېرو اووه ورځو په نسبت د یو لېتر ډېزلو بیه له ۷۷ افغانیو څخه ۸۱ افغانیو ته لوړه شوې ده.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې ګاز پلورونکی محمدجان امین وايي چې نن د تېرې شنبې په نسبت د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۵۳ افغانیو څخه ۵۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د یادو توکو د پلورونکو په وینا، په نړۍوالو بازارونو کې د مایع ګاز او ډېزلو د بیو لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغو بیې لوړې شوې دي.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرو اوو ورځو په نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۸۵۰ څخه ۷۱۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۴۵۰ څخه ۵۶۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سروزرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سروزرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
خوراکي توکي
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو په څېر نن هم په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۳۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانیو پلورل کېږي.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د تلې په ۱۹مه د یوه امریکايي ډالر د اخیستو بیه ۶۶ فغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP