کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره په ټیلېفوني خبرو کې ویلي چې افغانستان د جګړې غوښتونکی نه دی او پاکستان د هېواد د حریم په نقضولو سره د جګړې پیلوونکی و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه ویلي چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی دکتور سیدعباس عراقچي ټیلېفوني خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ټیلېفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو سیمهییزو مسایلو، په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په اړه خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ا.ا اصولي دریځ بیان کړ چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی، بلکې په سر کې هم پاکستانی لوری د افغانستان د حریم پر نقضولو د جګړې پیلوونکی و.
متقي ویلي: «نن د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ په دوحه کې له پاکستاني لوري سره خبرې کېږي او موږ خبرو ته په درنښت منتظر یو چې کومو پایلو ته رسېدلای شو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د پیل له امله خوښي وښوده او د ډیپلوماسۍ له لارې يې د مسئلې پر حل ټینګار وکړ.
سیدعباس عراقچي د مذاکراتو او تفاهم له لارې د مسئلې پر حل د ټینګار ترڅنګ له خپله اړخه د همکارۍ تیاری وښود چې د بهرنیو چارو وزیر ترې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې عملاً خبرې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP