کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): په کابل کې د یوه علمي – څېړنیز سیمینار ګډونوالو، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د نویو ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا چاره د لګښتونو د کمښت، د محصولاتو کیفیت د لوړوالي او د ضایعاتو د مخنیوي لامل ګرځي او کروندګر باید د دغو ټکنالوژیو کارولو ته چمتو کړل شي.
نن په کابل کې د علومو اکاډمۍ له لوري «په هېواد کې د غذایي امنیت په موخه د مالدارۍ او کرنیزو نویو ټکنالوژیو ارزونه» تر نوم لاندې علمي- څېړنیز سیمینار جوړ شو.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشر شيخالحدیث مولوي فریدالدین محمود په دې سیمینار کې وویل، د دې سیمینار موخه د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د نویو ټکنالوژيو او علمي حللارو ارزونه ده څو وکولای شو د هېواد غذایی امنیت تأمينولو لپاره یو اغیزمن ګام پورته شي.
هغه زیاته کړه: «پوهېږو چې کرنه او مالداري د افغانستان د اقتصاد د ملا د تیر په توګه په پایښتلرونکی پرمختګ او ټولنیزې هوساینې کې بنستیز رول لوبوي.»
دغهراز د رییسالوزراء ملامحمد حسن اخند په پيغام کې – چې په دغه سیمینار کې ولوستل شوـ راغلي چې له معاصرې ټکنالوژۍ کار اخيستل د خوړو د خوندیتوب او د خوړو په برخه د ځانبسیاينې لامل کېږي؛ نو اړينه ده چې په دې برخه کې له شویو څېړنو ګټه پورته شي.
په پیغام کې راغلي: «په معاصره اصطلاح ځان او غذايي امنیت؛ لکه څنګه چې د انسانانو لومړني حقوق ګڼل کېږي دغهراز، حاکم نظامونه مسوولیت لري چې د خپل رعیت یا ولس هر اړخیز امنیت او حفاظت ته توجه وکړي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر غلام فاروق اعظم په نننۍ ناسته کې وویل چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له نویو ټکنالوژیو کار اخيستل په هېواد کې د خوړو د خوندیتوب او ځانبسیاينې لامل کېږي خو اړينه ده چې په دې برخه کې د بزګرو پر ذهنیتونو کار وشي څو د ټکنالوژۍ کارونې ته مخه کړي.
دی وايي: «څه مشکلات هم شته، اول فکري مشکلات دي، ته ایا ذهناً تحقیقاتو ته عقیده لرې؟ ته ذهناً ورته تیار یې تحقیقاتو ته؟ نوې ټکنالوژۍ ته واقعا وایې او که مقاومت ورسره کوې؟ دې کې زما [لویه] تجربه ده.»
د احصايیې او معلوماتو ملي ادارې د وګړو د احصاییې رییس وحیدالله فریادي په ننني سيمینار کې وویل چې د کرنې او مالدارۍ په برخو د نوې ټکنالوژۍ کارول د لګښتونو د کموالي، د محصولاتو د ښه کیفیت او د ضایعاتو د کمېدو لامل ګرځي.
هغه وویل: «په اوسنیو شرایطو کې چې زموږ هېواد له بېلابېلو ننګونو لکه اقلیمي بدلونونه او د وګړو له ډېروالي سره مخ دی؛ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ټکنالوژۍ کارونه کولای شي د کرنیزو محصولاتو د بنسټيزې ډېرېدنې، د کیفیت د ښهوالي، ضایعاتو د کموالي او په ټوله کې د خوړو د خوندیتوب لامل شي.»
د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال مولوي ضياءالرحمن اریوبي په ننني سيمینار کې وویل چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ښه فرصتونه لري او افغانستان د نړۍ له تر ټولو ښه اقليم لرونکو هېوادونو دی؛ نو باید د نوې ټکنالوژۍ د کارونې په مټ، له دې فرصتونو ښه ګټه واخيستل شي.
په پای کې د سیمینار پرېکړهليک صادر شو چې په کې راغلي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له نیو ټکنالوژۍ ګټه اخیستنه د هېواد د پرمختګ او په دې برخه کې د ځانبسياینې او د خوړو د امنيت د ټينګښت لامل کېږي.
په پرېکړهلیک کې کرنې وزارت ته وړاندیز وشو چې د نویو ټکنالوژیو لپاره لابراتوارونه جوړ او د پوهاوي په برخه کې علمي او روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او د دغو ټکنالوژیو د پرمختګ په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
دغه پرېکړهلیک راغلي چې د کرنې او مالدارۍ پرمختګ د نویو ټکنالوژيو له کارونې پرته ناشونی دی نو اړونده امارتي او خصوصي ادارې باید په دې برخه کې علمي او څېړنیزې کړنې ترسره کړي.
په پرېکړهلیک کې دغهراز د کرنې وزارت ته وړاندیز شوی چې د کروندګرو د ستونزو د پېژنې په موخه سروې وکړي او د ستونزو د حل لپاره دې اړينې اقدامات ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP