کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د سیاسي چارو ځینې شنونکي، په ملي مسایلو کې پر یووالي د ټینګار تر څنګ، پر افغانستان د پاکستان د تیري په اړه د ځینو افغان سیاستوالو چوپتیا غندي او وایي، «دا ډول کسان د تاریخ، وجدان او ملي ارزښتونو پر وړاندې محکوم دي.»
د وړمې اونۍ د پنجشنبې په شپه پاکستان د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په «مرغه بازار» سیمه کې هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوايي حریم یې هم نقض کړ. له دغه برید وروسته د اسلامي امارت ځواکونو په کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه تر سره کړل.
پاکستان تېره اونۍ سهشنبه هم د کابل ښار پر تایمني ساحه او د کندهار پر سپینبولدک ولسوالۍ، د پکتیا په ځاځي میدان او د پکتیکا په وړمې او تروو ولسواليو هوایي بریدونه وکړل. اسلامي امارت د همغې ورځې په پای کې خبر ورکړ چې د پاکستاني لوري د غوښتنې او ټینګار له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند وشو.
خو وړمه شپه یو ځل بیا د پاکستاني پوځیانو له خوا په پکتیکا کې پر ملکي ځایونو هوايي بریدونه وشول. د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د پاکستاني رژيم په یادو بېلابېلو بریدونو کې د دوو خبریالانو په ګډون لږ تر لږ ۴۰ افغانان شهيدان شوي او د یو خبریال په ګډون ۱۴۴ نور ټپيان شوي دي، خو د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) معلومات ښيي چې یوازې په سپینبولدک کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي شهیدان او ۳۴۶ نور ټپیان شوي وو.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد نن سهار خبر ورکړ چې په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان د استازو ترمنځ مذاکرات د یوې توافقنامې په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل او دواړو اړخونو پر «کامل او معنادار اوربند» هوکړه وکړه.
په هېواد کې د ننه او بهر د تېر حکومت د ډېرو چارواکو په ګډون، ګڼ شمېر افغانانو د پاکستان دغه بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې د افغانستان پر خاوره څرګند تېرې وباله، خو د تېر حکومت ځینو مشهورو چارواکو او سیاستوالو (عطامحمد نور، صلاحالدین رباني، عبدالرب رسول سیاف، عبدالرشید دوستم او احمد مسعود) پر خپلو ټولنیزو پاڼو تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي ویلي.
د پخواني ولسمشر سلاکار محمد محقق بیا تېره شپه پرته له دې چې کومه ځانګړې موضوع یاده کړي یوازې دومره یې لیکلي: «کله شرایط داسې وي چې نه ویل ښه انتخاب دی.»
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې یادو کسانو ته د پیغامونو استولو له لارې پر افغانستان د پاکستان د برید په اړه د هغوی د غبرګون نه ښودلو لامل وپوښتې، خو تر اوسه مو ځواب نه دی تر لاسه کړی.
ځینو رسنیو د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې فوزیه کوفي له قوله لیکلي: «له پاکستان سره د طالبانو جګړه د افغانانو جګړه نه ده.»
خو د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبالله لور هیله نجیب د فوزیې کوفي یادو څرګندونو ته په غبرګون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «دا یعنې څه، چې افغان ژورنالیستان، ماشومان او ښځې دې د جګړې قرباني شي او بالاخره د پاکستان د جیټ بم زموږ خلک وژني او ته وایې چې دا جګړه زموږ له خلکو سره نه ده؟»
شنونکي په دې اړه څه وایي؟
د سیاسي چارو پوه قاضي نجیبالله جامع وایي: «لومړی خو د پاکستان وروستی یرغل دا د افغانستان پر خپلواکۍ یرغل و، د افغانستان د خلکو پر وړاندې جګړه وه، دا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې تاړاک او یرغل و او په ټوله معنا د غندلو وړ دی.»
هغه زیاتوي چې د پاکستان یاد بریدونه د ټولو نړۍوالو ژمنتیاوو، کنوانسیونونو، نړۍوالو حقوقو او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه او ورته سپکاوی و چې باید نړۍواله ټولنه په دې مورد خپل ځواب ووایي.
ده وویل: «هغه ډله افغانانو او په اصطلاح سیاستوالو چې د قوم، ژبې، سمت، مذهب او سیمې په نامه یې سیاست کړی او په دې نیمه پېړۍ کې چې د افغانستان ثبات او د افغانانو وحدت یې هم ګواښلی او د خپلو غلطو سیاستونو او ناروا فردي او شخصي اجنډاګانو لپاره د هغوی چوپتيا، دا تر غندلو پورته ده، د هر ملت په ملي ادبیاتو کې هر هغه سیاستوال چې هغه په سیاست کې دعوه او داعیه لري او د بهرني یرغل پر وړاندې چپ پاتې کېږي، دا ملي خیانت دی، دوی دا نه یوازې چې چوپ پاتې شوه، بلکې حتا سپړ یې هم ونه واهه او په عین حال کې دوی پر تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان په ټولو یرغلونو باندې هم چوپ پاتې شوي دي.»
دی وایي، افغان ولس به له دوی سره محاسبه کوي او«د دې ملت وجدان به د دوی دغه بلواکي کله هم هېره نه کړي.»
جامع زیاتوي: «دا معلومه شوه چې څوک د افغانستان له دښمنانو سره دي، څوک له پنجاب سره دي، څوک له دې هېواد سره دي، ځکه دا ملي جګړې دي، دا بهرني یرغلونه دي چې ملتونه او په ځانګړي ډول سیاستوال باید د خپلې خاورې، خپل هېواد، خپل تاریخ، خپل ولس، خپلو ارزښتونو او خپل هویت ته ژمنتیا وښیي.»
دی زیاتوي چې که د بهرنیو یرغلونو پر مهال سیاستوال نادرکه وي، نو دا د ملت د وجدان په محکمه کې د غندلو وړ دي.
جامع وایي: «حال دا چې همدغه سیاستوال په اصطلاح باندې، بیا سبا د قوم په مسئله کې تر ټولو مخکې وي، د ژبې په مسئله کې د ژبنيز تعصب مخکښان وي، د قدرت په مسئله کې د قوم، ژبې او سمت دعوه لري او په دوه سوه نورو مسئلو کې بیا دوی دومره تیزژبي وي، دوی دومره اوږدژبي وي چې د افغانستان هېڅ ارزښت هم ورته معنی نه لري.»
د ده په خبره، دا ډول کسان د تاریخ، وجدان او ملي ارزښتونو پر وړاندې محکوم دي.
هغه د فوزیې کوفي د هغو څرګندونو په اړه چې ګواکي دا د ټولو افغانانو جګړه نه وه، وایي چې پاکستان د افغانستان پر خاوره برید کړی و او له خپل هېواده دفاع او له پاکستان سره ځوابي جګړه نه یوازې د امنیتي او دفاعي ځواکونو، بلکې د ټولو افغانانو جګړه وه.
د سیاسي چارو بل پوه، ادریس ځاځی وایي، پر ځینو مسایلو اختلافات په هر هېواد کې وي او دا یوه طبیعي خبره ده، خو په ملي مسایلو کې یو موټی کیږي.
هغه وایي: «کله چې ملي موضوعات رامنځته کېږي، کله چې د یوه هېواد له بل هېواد سره موضوعات را منځته کیږي، بیا ټول یو موټی کېږي، یولاس کېږي، په یو ټغر راټولېږي، خپل داخلي ټول مشکلات هېروي، داخلي ټول سوءتفهامات هېروي، خپل داخلي تقابلات هېروي، خپل داخلي ټول مذهبي، کلتوري، فرهنګي، ژبني او سمتي ټول اختلافات یوه طرف ته ږدي او بيا په یو دريځ باندې درېږي.»
ده وویل: «وينو چې متاسفانه متاسفانه متاسفانه، لا هم ځينې افراد چې دلته یې په هیواد کې په وار، وار رهبري کړې، له خپلې څوکۍ یې پاکستان ته د دښمن لقب ورکاوه، غلي دي، ټول افغانستان یو دريځ نیولی و، خو هغه مشران، هغه رهبران چې تر پرونه پورې یې ځان ملي اشخاص او افراد بلل، د دوی چوپتیا بیا د دوی سیاسي موقف لپاره تر ټولو خطرناک اعلان دی، او خپل سیاسي موقف یې له لاسه ورکړ.»
ځاځي وایي چې په ملي موضوعاتو کې یو دریځ نیول او پر یوه سنګر راټولېدل د هوښیارو رهبرانو او بېدارو ملتونو، په وطن د میینو، په ولسونو د میینو او په افغانستان د میینو رهبرانو نښه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP