Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال په افغانستان کې د هندواڼو حاصلات څه باندې یو میلیون مټریک ټنه شوي

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي ‌چې سږ کال په ټول هېواد کې له یو میلیون او ۳۲۲ زره مټریک ټنه ډېر د هندواڼو حاصلات راټول شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د احصايې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال په ترڅ کې د هېواد په کچه له یو میلیون او ۳۲۲ زره مټریک ټنه ډېرې هندواڼې تولید او راټولې شوې دي.

سرچینې لیکلي، د یادو شمېرو پر بنسټ، سږ کال په ټول هېواد کې پر ۷۸ زره او ۸۰۸ هکټاره ځمکه د هندواڼو پالېزونه کرل شوي وو چې په ټولیز ډول یې «۱٬۳۲۲٬۸۲۷» مټریک ټنه حاصلات ورکړي دي.

کرنې وزارت لیکلي چې فراه، بلخ، هرات او بادغیس ولایتونه د هندواڼو د تولید له پلوه د هېواد له مخکښو ولایتونو شمېرل کېږي.

سرچینې زیاته کړې، له انګورو وروسته، هندواڼه په هېواد کې د مېوو په منځ کې تر ټولو لوړ تولید لري چې د ډېر حاصل، مناسب عاید او لوړ غذایي ارزښت له امله د هېواد له مهمو کرنیزو محصولاتو ګڼل کېږي او د بزګرانو لپاره د پام وړ عایداتي سرچینه ده.

سرچینه کاږي چې د کرنې وزارت له خوا د نوې کرنیزې ټکنالوجۍ کارونه، د اصلاح شوو تخمونو وېش، د کرنیزو وسایلو برابرول او د بزګرانو هڅونه د دې لامل شوي چې د هندواڼو حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه د پام وړ ښه شي.

د کرنې وزارت لیکلي، سره له دې یو شمېر بزګران د بازار د نشتوالي، د بیو ټیټوالي او له وارداتي مېوو سره د سختې سیالۍ له امله شکایت لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو له وېش سره هم‌مهاله هڅه کوي، څو د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د مېوو د خرڅلاو لپاره په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې غوره زمینه برابره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.