کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۴): د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د فاضله اوبو معیاري تصفیهخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا معیاري تصفیهخونه د نهمې ناحیې د «سرک نو» سیمه کې د چاپېریال د ککړتیا کمېدو، د ښار د پاکوالي، او د کرنې لپاره د اوبو د بیا استفادې او شنو ساحو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
سرچینې لیکلي، دا تصفیهخونه د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت پر دوه جریب ځمکه جوړه شوې او په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵۰۰ مترمکعب فاضله اوبو د تصفیې ظرفیت لري.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو معین مولوي محمد خالد سجستانی د دې تصفیهخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل: «د کابل ښار د منظم کانالیزاسیون نشتوالي له امله له چاپېریالي ستونزو سره مخ دی خو د دې تصفیه خونې په جوړېدو سره د چاپېریال ساتنې، ښاري نظافت او د اوبو له دوامداره استفادې برخه کې یو اغېزناک ګام پورته شوی دی.»
نوموړي زیاته کړه، د کابل ښاروالي پلان لري چې د خصوصي سکټور په همکارۍ په هغو سیمو کې چې ظرفیت یې لري، ورته نور تاسیسات هم جوړ کړي.
هغه څرګنده کړې: «د دې تصفیهخونې تصفیه شوې اوبه او لس سلنه کیمیاوي سرې به د ونو خړوبولو او د ښاري شنو ساحو پیاوړتیا لپاره وکارول شي.»
د کابل ښاروالۍ وایي، ټاکل شوې چې تصفیه شوې اوبه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر تایید وروسته د ښار په بېلابېلو برخو کې د ځمکو اوبه کولو لپاره وکارول شي.
سرچینې د ټانکر لرونکو له اتحادیې غوښتي چې د کورونو فاضله اوبه دې دغې تصفیهخونې ته انتقال کړي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې دې د فاضله اوبو له تخلیه کولو ډډه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP