Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د وچکالۍ له امله ککړې هوا خلکو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا کړې دي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۴): د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ او د هوا ډېرې ککړتیا له امله خلکو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا شوې دي؛ ځايي روغتيايي چارواکي هم دغه څه تاییدوي او توصیه کوي چې خلک باید روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي.

د غزني ښار د درېیم پلان يوه اوسېدونکي معشوق‌الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې درې اولادونه او مېرمن څو ځلې ناروغان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په ماشومانو کې د سينې، ستوني درد او نس‌ناستې ناروغۍ پيدا کېږي او په لويانو کې د زکام ناورغي ډېره شوې ده.

د غزني ښار بل اوسېدونکي زلمي هم وویل چې اوسمهال یې په کورنۍ کې څو کسان زکام دي او د ستوني درد لري.

هغه زیاته کړه: «یو ورور مې سینه بغل شوی، روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی، اوس په روغتون کې بستر دی.»

د غزني یو شمېر نور اوسېدونکي هم ورته څرګندونې کوي او له بېلابېلو ناروغیو کړېږي.

د غزني حوزوي روغتون مشر ډاکټر حبیب‌الرحمن نظري هم وایي، د کلینیکي مشاهداتو او د ناروغانو د شمېر پر بنسټ ویلای شي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د تنفسي ناروغیو کچه لوړه شوې ده.

دی وایي چې د وچکالۍ له امله د دوړو زیاتوالی، د اقلیمي بدلون او د هوا ککړتیا د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لاملونه دي.

هغه زیاتوي: «د وچکالۍ په موسم کې د خاورو او دوړو زیاتوالی د هوا کیفیت په ښکاره ډول اغېزمنوي، کله چې دوړې په هوا کې زیاتې شي، د انسان تنفسي سیسټم زیانمنوي او له امله یې د ټوخي، زکام، حساسیتي برونشیت، د ساه لنډۍ او حتا د سږو التهابي ناروغیو خطر زیاتېږي.»

د نوموړي په خبره چې دا اغېز په ځانګړي ډول د ماشومانو، ډېر عمر لرونکو او هغو کسانو لپاره ډېر جدي وي چې له مخکې تنفسي ستونزې ولري.

هڅه مو کړه په دې اړه د ثبت شوو ناروغانو کره شمېر پیدا کړو خو لاسرسی مو ونه موند.

نظري سپارښته کوي چې خلک باید په داسې حالاتو کې روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي، د دوړو په ورځو کې دې له کورونو د وتلو پر مهال ماسک وکاروي، د کور دننه دې مناسب رطوبت وساتي او د کړکیو له لارې دې د دوړو ننوتلو مخه ونیسي.

د اقلیمي بدلون برخې یو پوه حکمت مسعود هم وایي، وچکالي نه یوازې انسان، بلکې ټول طبیعي نظام ته خطر پېښوي.

هغه وویل: «د وچکالۍ له امله محیطي اغېزې ډېرې جدي دي، چې د بارانونو نشتوالي له امله خاورې ته د تغذیې فرصت نه ورکول کېږي، بادونه، خاورې او دوړې منځته راځي، زرغونې سیمې وچېږي، نباتات له منځه ځي، طبیعي سرسبزي له لاسه وځي، چې په دې سره طبیعت ته پراخ زیان رسېږي.»

نوموړي زیاته کړه، کله چې طبیعي سرسبزي له منځه ولاړه شي، نو د هوا طبیعي توازن هم خرابېږي او اقلیمي بدلونونه لا شدیده بڼه غوره کوي چې دوړې او د هوا ککړتیا زیاتېږي چې د انسان، حیوان او طبیعت ټولو لپاره زیانمنه وي.

د هغه په وینا، سږنۍ وچکالۍ هوا ککړه کړې، انسانانو کې د ناروغیو زیاتېدو لامل شوې او دغه راز یې کرنیز حاصلات لکه مڼې، الو او نور هم زیانمن کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.