Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۴): د میدان وردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.

د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن غرمه مهال د چک ولسوالۍ اړوند د مجت په سیمه کې د دوو موټر سايکلونو او ماﺯدا ډوله موټر د ټکر له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې يوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او دری نور ټپيان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.