میدانښار (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۴): د میدان وردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن غرمه مهال د چک ولسوالۍ اړوند د مجت په سیمه کې د دوو موټر سايکلونو او ماﺯدا ډوله موټر د ټکر له امله شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې يوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او دری نور ټپيان شوي دي.