Language

کابینه: کډوالو ته دې د ځمکو د وېش بهیر چټک شي

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۴): د کابینې غونډه کې له حیرتانه تر سپین‌بولدکه د رېل‌پټلۍ ګېچ ټاکلو اړوند د پلاوي راپور تایید شو او دغه‌راز کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پر چټکتیا ټینګار وشو.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د ريیس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه.

هغه لیکلي چې په دې غونډه کې د هېواد د لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسايلو په اړه بحث وشو او ځینې پرېکړې ترسره شوې.

فطرت وایي: «غونډه کې له حیرتان څخه تر سپین‌بولدک پورې د «نیو افغان ټرانس» د رېل‌پټلۍ ګېچ (عرض) ټاکلو اړوند د پلاوي راپور تایید شو چې یاد ګېچ دې 1520 mm ونیول شي او ورسره دې 1435 mm ګېچ هم په نظر کې ونیول شي.»

دی زیاتوي، دغه‌راز پرېکړه وشوه چې د کډوالو د عالي کمېسیون ريیس مولوي عبدالسلام حنفي له لوري دې د کډوالو کمېټې راوغوښتل شي او د هغوی د کارونو اړوند دې یوه بررسي ترسره شي، څو خلکو ته د ځمکو د توزیع پروسه چټکه او هر څو ژر مستحقینو ته ځمکې ووېشل شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه‌راز پرېکړه وشوه چې کډوالو ته د ځمکو د وېش برخه کې هغه موانع هم معلوم کړل شي چې تر دې مهاله یې په ځینو سیمو کې دغه پروسه له ځنډ سره مخ کړې ده.