Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ځینو خوراکي توکو کې له مضره موادو د استفادې په اړه د عامې روغتيا وزارت تازه موندنې

کابل (پژواک، ۲۹ ميزان ۱۴۰۴): د عامې روغتيا وزارت د کارپوهانو تازه موندنې ښيي چې په ځينو توليدي او وارداتي خوراکي توکو کې مضره مواد، لکه کيمياوي رنګونه او صنعتي اسيدونه کارول شوي او وزارت په دې تړاو يو لړ اقدامات هم ترسره کړي دي.
د عامې روغتيا وزارت د درملو او خوړو معینیت د خوړو د علومو د عامه پوهاوي او ظرفيت لوړونې کارپوه انجنير سيد نعمت حسينيان وايي، يو کال مخکې يې ۳۹ ډوله خوراکي توکي تر څېړنې لاندې نیولي دي.
هغه د چای، ترشي، مسالو، کېک او کلچو، نوشابو، د برګر غوښې، مالګې، يخ، د ماشومانو د خوږو او د پخلي غوړیو په اړه د خپلو څېړنو د پايلو په اړه معلومات ورکړل.

د ترشيو په توليد کې د صنعتي اسيتيک اسيد کارونه

انجنير حسينيان وويل، صنعتي اسيتيک اسيد يوه کيمياوي ماده ده چې په رنګ او پلاستيک جوړولو، نساجۍ او نورو صنايعو کې کارېږي، له بده مرغه د خطر له پېژندنې مخکې د شاوخوا ۶۵ سلنه تولیدوونکو له خوا په ترشیو او اچارو کې کاروله.

هغه وايي، د خطر د تحلیل، د غذايي توکو د سرویلانس او د سټنډرډونو د تدوین رياست له ‌خوا له ترسره شوې سروې او تحليل وروسته څرګنده شوه چې په خوراکوي توکو کې د دې مادې کارول د هاضمې سيسټم د خرابېدو، مسموميت، ځيګر او پښتورګو ته د زيان او د اوږدمهاله استعمال په صورت کې د سرطان لامل ګرځي.

د هغه په وينا، له پنځه ټنه زياته ترشي او اچار چې اسيتيک اسيد په‌کې کارول شوي وو، له منځه وړل شوي، د ترشي توليدوونکو لپاره د ظرفيت لوړونې پروګرامونه جوړ شوي او د سرغړوونکو شرکتونو فعاليتونه درول شوي دي.

د خوراکي توکو صنعت کې د غيرمجاز (غیرخوراکي) رنګونو کارونه

د حسينيان په وينا، د خطر د تحليل له ترسره کېدو مخکې د مسالو شاوخوا ۷۰ سلنه توليدوونکو له غيرخوراکي رنګونو کار اخيست، هغه رنګونه چې سخت سرطان جوړونکی خاصيت لري او د پښتورګو او ځيګر ترڅنګ د حساسيت، د اختلال ډېرېدو او د مصرفوونکو روغتيا ته جدي ګواښ پېښوي.

هغه وويل، د تحلیل او سرویلانس آمریت د کارپوهانو له تحلیل وروسته، د مضره رنګونو پر ځای مجاز خوراکي رنګونه وروپېژندل شول.

د نوموړي په وينا، د غیرمجاز رنګونو درلودونکو ۲۷ اعشاريه ۴۴ ټنه خوراکي توکو له منځه وړل، عدلي او قضايي بنسټونو ته د سرغړوونکي ورپېژندل او پر غيرالکولي مشروباتو او غذايي محصولاتو د لمر د وړانګو د اغېز څېړنه د یاد معینیت له اقداماتو دي.

د څښاک برخه کې

انجنير حسينيان وايي، د عامې روغتيا وزارت د کارپوهانو د څېړنو له مخې د لمر مستقيمو وړانګو ته د غيرالکولي مشروباتو پلاستيکي بوتلونو اېښودل د زهرجنو موادو لکه انټي‌موني او بیسفنول A) (BPA د ازادېدو لامل کېږي؛ دا ماده د محصول کيفيت کموي او د انسان بدن ته په داخلېدو سره د هورموني ګډوډيو، پر سرطان د اخته کېدو د خطر ډېرېدو او د هاضمې سيسټم د خرابېدو لامل ګرځي.

نوموړي وويل، د عامې روغتيا وزارت د عامه پوهاوي له لارې توليدوونکو او پلورونکو لپاره جدي سپارښتنې صادرې کړې او دغه‌راز، د ښوونځیو په کانټينونو کې د ناسالمو خوراکي توکو څېړنه ترسره شوې ده.

د ماشومانو خوراکونه

د حسیبان په خبره، په لومړنۍ سروې کې چې په دې وروستیو میاشتو کې د روغتیا وزارت کارپوهانو له لوري د پوهنې وزارت په مرسته په شاوخوا ۱۵۰ ښوونځیو کې ترسره شوې، معلومه شوه چې په شاوخوا ۹۵ سلنه ښوونځیو کې داسې خوراکونه یا خواړه پلورل کېږي چې په هیڅ صورت یې د ماشومانو لپاره سپارښتنه نه کېږي؛ دغه خوراکي محصولات (انرژي‌لرونکې نوشابې، خوراکي تناقلات، فسټ فوډ او ….) دي چې په ماشومانو کې د حساسیت، د هضمي اختلالاتو، د ژر بالغ کېدو، هورموني اختلالاتو، د تمرکز کمېدو، تحصیلي افت او نورو جدي زیانونو لامل کېږي.

هغه وویل، د پوهاوي کچې لوړېدو لپاره د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته د ظرفیت لوړولو پروګرامونو برابرول، د بدیلو خوراکونو معرفي کول او د ښوونځیو لپاره د روغتیايي خوړو د مهالوېش په تنظیم کې مرسته، له ناپاکې غوښې د استفادې خطر او د ساسچ په تولید کې د نورو ناپاکو موادو کارول د دغه وزارت له ترسره کړو اقداماتو دي.

د برګر او ساسچ د تولید کارخونې

حسیبان زیاته کړه، د کارپوهانو څېړنې ښيي چې د ساسچ او د برګر غوښې شاوخوا ۶۳ سلنه کارخونې د خپلو محصولاتو په ترکیب کې له فاسدو غوښو او ناپاکو ـ حتا له بامونو د راټولې شوې واورې له اوبو استفاده کوله.

هغه وویل چې دغه مواد کېدای شي د هاضمې سیسټم د ګډوډېدو، د حساسیت، پښتورګو او ځیګر ته د جدي زیان اوښتو لامل شي. د هغه په خبره، بې‌کیفیته توکي له منځه وړل شوي او سرغړوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د هغه په وینا، هغو شرکتونو ته چې لږه سرغړونه یې کړې، د ظرفیت لوړونې او پوهاوي پروګرامونه وړاندې شول او د ټولنې خلکو ته په دې اړه د ټولنیزو رسنیو له لارې پراخ پوهاوی ورکړل شو څو له دغو محصولاتو په استفاده کې پام وکړي.

د محفلي کېکونو په تزیین کې د میتالیک (فلزي) رنګونو کارول

حسینیان وايي، د روغتیا وزارت د تحلیل او سرویلانس امریت کارپوهانو د ارزونو په پایله کې معلومه شوه چې د محفلي کېکونو شاوخوا ۷۰،۶۵ سلنه تولیدوونکي د کېکونو په تزیین کې له غیرخوراکي رنګونو لکه (ساختماني) او میتالیک (فلزي) رنګونو استفاده کوي.

نوموړي وویل، هغه ترکیبات چې د منفي تاثیراتو په درلودو عصبي، تنفسي، هضمي او د بدن تقویتي سیسټم په جدي توګه ګواښي.

د هغه په خبره، د دغو مواردو په معلومولو سره بدیل خوراکي رنګونه معرفي شول، د تولیدوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ترسره شول، بېلابېلو شرکتونه وتړل شول او د ټولنیزو رسنیو له لارې عامه پوهاوی وړاندې شو څو خلک پر دغو موادو د تزیین شوو کېکونو له استفادې ډډه وکړي.

د تولیدي یخ کیفیت

د حسبیان په وینا، د عامې روغتیا وزارت د کارپوهانو د تحلیل او د خوړو په مرکزي لابراتواري نتیجه کې معلومه شوه په کابل ښار کې د یخ تولیدوونکې ۹۰ سلنه کارخونې په فزیکي، کيمیاوي او میکروبي موادو له ککړو اوبو استفاده کوي چې کېدای شي دغه چاره د خلکو ترمنځ د پېچش پیدا کېدو او پښتورګو او ځیګر ته د زیان اوښتو لامل شي.

هغه وویل چې په پایله کې د یخ تولیدوونکي شرکتونه د تصفیې سیسټمونو په نصبولو، د زنګ شوو قالبونو په بدلولو او روغتیايي ټکو ته په پاملرنه مکلف شول. دغه راز د رسنیو له لارې عامه پوهاوی وړاندې شو څو خلک له تولیدي یخ څخه په استفاده کې پاملرنه وکړي.

له هغو غوړو د استفادې خطرونه چې په مکرر ډول حرارت ورکول کېږي

انجینر حسینیان وویل، د خوراکي توکو له شاوخوا ۲۰۰۰ تولیدوونکو سره ترسره شوي تحلیلونه او شوې سروې ښيي چې له سوځېدلو غوړو مکرره استفاده، په ځانګړي ډول د لوګي او کف نقطې ته له رسېدو وروسته د ازادو رادیکالونو او زهري ترکیباتو د تولید لامل ګرځي؛ دغه مواد د زړه ناروغیو، هاضمې سیسټم ته د زیان رسېدو، د وجود د دفاعي سیسټم کمزورې کېدو، د هورموني ګډوډیو او پر سرطان د اخته کېدو لامل کېدا شي.

د هغه په وینا، یادو موندنو ته په غبرګون کې د هغو تولیدوونکو لپاره چې له سوځېدلو غوړیو یې کار اخیست، د ظرفیت لوړونې سیمینارونه ورکړل شول او هغوی د سالمو غوړیو کارولو او د غوړیو له ډېر سره کولو مخنیوي ته هڅول شوي دي.

د خوړو په صنعت کې د ناتصفیه شوو مالګو کارول

د حسینیان په وینا، د دوی د تحلیل له مخې، په بازار کې شته ناتصفیه شوې مالګې اضافي منرالونه لکه مګنیزیم، پوتاشیم او اوسپنه دغه‌راز په خپل ترکیب کې شګه، خاورې او درانه فلزات لري. په دغو مالګو کې د ایوډین کمښت هم څرګند شوی چې د ځینو خطرونو لکه د هاضمي او عصبي سیسټمونو ګډوډیو، ژور خپګان او د جاغور ناروغۍ لامل کېدای شي.

نوموړی وايي چې له کره ارزونې وروسته یوازې په کابل ښار کې څه باندې ۸۶ ټنه غیرخوراکي مالګه له خوراکي توکو څخه ایستل شوې او په نورو برخو کې د کارونې لپاره ځانګړې شوې ده.

هغه وویل چې شرکتونو ته د تصفیې سیسټمونو د لګولو سپارښتنه شوې او هغه تولیدوونکي چې د خوراکي مالګې د تولید وړتیا نه ‌لري، مکلف شوي چې بازار ته یې له وړاندې کولو ډډه وکړي.

د ماشومانو لپاره خواږه بازاري خواړه چې خوراکي ارزښت نه‌لري

حسینیان وایي چې د ترسره شوي تحلیل له مخې، په بازار کې د ماشومانو لپاره ځیني خواږه او تنقلات لکه ککوي ټابلېټونه، وچې شيدې، چوشکي او د لوبو توکو لرونکي خواږه خوراکي ارزښت نه‌ لري او له ارزانه او بې‌کیفیته توکو جوړ شوي؛ دغه محصولات کولای شي د ماشومانو روغتیا له ځینو خطرونو لکه له وخت مخکې بلوغ، مسمومیت، د غاښونو له خرابېدو، د شکر پر ناروغۍ له اخته کېدو او ان د ساه‌بندي له خطر سره مخ کړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاتوي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د یادو محصولاتو د ۲۲ قلمه توکو پر وارداتو بندیز ولګېد، کورني محصولات د خوړو مرکزي لابراتوار له تایید پرته د پلور اجازه نه ‌لري او د قاچاقي محصولاتو د خطرونو کمېدو لپاره د رسنیو له لارې خلکو ته عامه پوهای ورکړل شوی دی.

په چای کې د کیمیاوي رنګونو شتون

د کارپوهانو تحلیل ښيي چې په چای کې د کیمیاوي رنګونو، په ځانګړي ډول د غیرخوراکي او صنعتي رنګونو کارول کولای شي د خلکو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړي. دغه رنګونه ډېری د بې‌کیفیته چای د ظاهري بڼې د ښه کولو لپاره کارول کېږي خو بدن ته له داخلېدو وروسته د عصبي، تنفسي، هاضمي او دفاعي سیسټمونو د اختلال لامل ګرځي.

د سرچینې له قوله، دغه‌راز په وجود کې د درنو فلزاتو او زهري ترکیباتو تدریجي ټولېدل د مزمنو او خطرناکو ناروغیو لامل کېدلای شي.

حسینیان وویل چې د چای له وارداتو په جدي توګه څارنه کېږي. دغه‌راز د رنګ لرونکي چای پېژندنې برخه کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې څو د دغو محصولاتو له کارولو مخنیوی وشي.

په یاد پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب عمومي رییس مولوي عبدالله حامد وویل: «دا چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی او بازار یې پر وارداتي محصولاتو ولاړ دی نو لازمه ده چې د وارداتي او تولیدي خوراکي توکو برخه کې له کیفیت او خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.