Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): د ملي دفاع وزارت وايي چې د بغلان په پل‌حصار ولسوالۍ کې یې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه وسلې او مهمات د ۲۱۷ عمري قول‌اردو منسوبینو د استخباراتو له عمومي ریاست سره په همغږۍ د بغلان د پل‌حصار ولسوالۍ په نمک درې کلي کې کشف او ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو وسلو او مهماتو کې پنځه کلاشنیکوفونه، دوه دهشکې، یوه پیکا، یو هاوان، یو راکټ، یو ۸۲ میلي‌متري توپ، پنځه بستې د زیکو یو مرمۍ، ۸۶ د ۸۲ میلي‌متري توپ مرمۍ، ۳۳ بستې د دهشکې مرمۍ، ۱۳۱ د راکټ مرمۍ، ۷۴ د هاوان مرمۍ، ۱۴ لاسي بمونه، پنځه د پرسونل ضد ماینونه او نور مهمات شامل دي.

سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.