کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په اروزګان ولایت کې د ۲۸۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲۵ بېلابېلې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې پلې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول او جغلاچونه، د اوبولګولو کانالونو، پلچکونو، استنادي او ګبیوني دېوالونو جوړول شامل دي او ۲۸۰ میلیون افغانۍ لګښټ پرې راغلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، د یادو پروژو د کار پر مهال سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې په اړوند برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP