ژبه

د اروزګان په ګیزاب کې د ۲۸۰ میلیون افغانیو په لګښت لسګونه پروژې پلې شوې

توسط احمد صهیب حسرت

اکتوبر 22, 2025 - 9:02 am

Views: 178

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په اروزګان ولایت کې د ۲۸۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲۵ بېلابېلې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې پلې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول او جغل‌اچونه، د اوبولګولو کانالونو، پلچکونو، استنادي او ګبیوني دېوالونو جوړول شامل دي او ۲۸۰ میلیون افغانۍ لګښټ پرې راغلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د یادو پروژو د کار پر مهال سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې په اړوند برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې.