Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سږ کال لومړیو ۶ میاشتو کې ایران ته له افغانستانه د وارداتو کچه څه باندې ۲۶ میلیون ډالرو ته رسېدلې

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): افغانستان کې د ایران د سفارت سوداګریز سلاکار وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ایران ته له افغانستانه د وارداتو کچه څه باندې ۲۶ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

په افغانستان کې د ایران سفارت سوداګریز سلاکار حسین روستایي په کابل ښار کې صدا او سیما خبري اژانس ته ویلي چې په یاده موده کې له افغانستانه په وارداتي توکو کې جوار، غوړي، د عطرو جوړولو صنعت کې نور کارېدونکي بوټي، سپېلني، بادام، ناتصفیه شوي سرب، نوره وچه مېوه، مرچ او بېلابېل ډول حبوبات شامل دي.

هغه زیاته کړې: «د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستانه زموږ د وارداتو کچه څه باندې

۲۶ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. جوار، وربشې، د عطرو جوړولو صنعت کې نور کارېدونکي بوټي، سپېلني، ممپلي، ناتصفیه شوي سرب، وچه مېوه، مرچ او بېلابېل ډول حبوبات له افغانستانه د یادې دورې له عمده وارداتو څخه دي.»

نوموړي خبر ورکوي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته له ایرانه په غیرنفتي صادراتو کې ۷۸ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.

حسن روستایي ویلي چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته له ایرانه د غیرنفتي صادراتو کچه یو میلیارد او ۱۵۶ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

هغه څرګنده کړې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغو صادراتو کې ۷ سلنه ډېروالی راغلی دی.

هغه زیاته کړې: «د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایرانه افغانستان ته د غیرنفتي صادراتو ارزښت ۷۸ میلیون ډالره شوی او د وزن له اړخه هم ۴۷۰ زره ټنو صادرات شوي چې په ټوله کې د دغه کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ایران د غیرنفتي صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۱۵۶ میلیون ډالرو ته او وزن یې درې زره او ۲۴ ټنو ته رسېدلی چې دا کچه د تېر کال له ورته مودې سره په پرتله د وزن له مخې ۱۴ سلنه ډېروالی ښيي.»

روستایي زیاته کړې چې په دې موده کې سپک غوړي، نفتي محصولات، د نفتي محصولات، سپک او درانه هایدروکاربنونه، خوراکي توکي، رومي بانجان، مڼې، کچالو، هګۍ، مېوې او ترکاري، مالټې، وچې شيدې او نور توکي افغانستان ته له عمده صادراتي توکو دي.

د هغه په وینا، افغانستان پنځم هېواد دی چې له ایرانه ورته ډېر صادرات کېږي او د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د افغانستان لپاره په هر ټن صادراتي توکي منځنی ګمرکي ارزښت څه باندې ۳۸۲ ډالر و. نور هېوادونو ته د ایران د صادراتي توکو د هر ټن ګمرکي ارزښت (۳۴۶ ډالر) دی چې دا مقدار افغانستان ته د لوړ ارزښت لرونکو توکو د صادراتو ښکارندویي کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.