Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۱۶ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول

غزني ښار (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): په غزني ولایت کې د بې‌ځایه او ډېرو لګښتونو د مخنیوي په موخه د ۱۶ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.

د واده د دغو ګډو مراسمو یوه تنظیموونکي او د «سعادت» خیریه بنسټ مشر قاري محمدغوث کاوش پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد مراسم په واده کې د ډېرو لګښتونو د مخنیوي په موخه جوړ شول.

هغه زیاته کړه، دغو ۳۲ زومانو او ناویانو د اقتصادي ستونزو له امله په یوازې ځان د واده د مراسمو ترسره کولو توان نه درلود.

دی وايي، دوی پخوا هم د ډله‌ییزو ودونو دا ډول مراسم جوړ کړي او له تېرو څلورو کلونو راهیسې دا شپږم ځل دی چې د ودونو ګډ مراسم ترسره کوي.

د ده په خبره، د ډله‌ییز واده پر نننیو مراسمو شاوخوا ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د سعادت بنسټ او یو شمېر سوداګرو له خوا ورکړل شوی دیږ

هغه وویل، د ډېرو لګښتونو او لوړ ولور د مخنیوي او په ټولنه کې د اخلاقي فساد د له منځه وړلو په موخه به د ډله‌ییزو ودونو د جوړولو دا لړۍ روانه وساتي.

په همدې حال کې، د یادو مراسمو یو شمېر ګډونوال زومان وايي چې په یوازې ځان یې د واده د لګښت توان نه درلود او له همدې امله یې په دې مراسمو ګډون کړی دی.

احمد شعیب چې د یادو ۱۶ زومانو له ډلې دی، وايي خوشحاله دی چې په دغو مراسمو کې یې ګډون وکړ او د ده په وینا، د بېل واده د لګښت توان یې نه درلود.

د واده یو بل ګډونوال متین، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا ډول ډله‌ییز ودونه کورنۍ له ډېرو لګښتونو راګرځوي.

د ده په وینا، له یوې خوا په ټول هېواد کې اقتصادي وضعیت خراب دی او له بلې خوا ډېری ځوانان بې‌روزګاره دي او په یوازې ځان د واده مراسم نه شي ترسره کولای.

نوموړي له یاد بنسټه مننه وکړه چې د یادو زومانو او ناویانو د واده ګډ مراسم یې جوړ کړل او هغوی یې له ډېر لګښته وژغورل.

د یادونې ده چې په غزني کې هر کال د بېلابېلو بنسټونو، ملي سوداګرو او دیني عالمانو په مرسته د ډله‌ییزو ودونو مراسم ترسره کېږي. شل ورځې مخکې هم د همدې بنسټ له لوري د ۳۶ زومانو او ناویانو د واده ګډ مراسم ترسره شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.