Language

د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالۍ: افغانستان مالدیف ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې مالدیف ته درې پر صفر ماته ورکړه.

د اسیا د مرکزي زون د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې روانې دي.

د افغانستان او مالدیف لوبډلو ترمنځ لوبه نن ماسپښین ترسره شوه او افغانستان وکولای شول درې پر صفر مالدیف لوبډلې ته ماته ورکړي.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې وه.

د یادونې ده، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله درېیمه لوبه سبا د ترکمنستان له لوبډلې سره ترسره کړي.