Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دایکنډي بادام؛ د دغه ولایت یوازېنی محصول چې د وچکالۍ پر وړاندې یې تر یوه بریده مقاومت کړی

نیلي (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې وروستیو وچکالیو د دايکندي کرنه له جدي ستونزو سره مخ کړې، د دغه ولایت بڼوال وايي چې د بادام ونې د وچکالۍ پر وړاندې ډېر مقاومت لري او په اوس شرایطو کې د خلکو لپاره د عاید عمده سرچینه جوړوي.

دایکنډي د افغانستان له مرکزي ولایتونو دی چې په وروستیو کلونو کې د باران او د اوبو د سرچینو له کمښت سره مخ شوی دی. ورته مهال، د بادامو ونې چې د اوبو کمښت پر وړاندې مقاومې دي، لا هم په ځینو سیمو کې شنې پاتې د او د خلکو د عاید اصلي سرچینه بلل کېږي.

د دايکنډي کروندګر وايي چې وچکالۍ د کرنیزو حاصلاتو په کډون د بادامو پر تولید هم ژور اغېز کړی او له امله یې د دوی عاید کم شوی دی.

د میرامور ولسوالۍ یو بزګر محمداکبر وايي چې د اوبو د کمښت له امله د ده د بادامو ځینې ونې وچې شوې او د پخوا په پرتله یې کم حاصلات راټول کړي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ له پخوا کلونو راهیسې بادام درلودل، هر کال یې ښه حاصل کاوه خو په وروستیو کلونو کې یې حاصل کم شوی؛ ځکه اوبه نشته چې منظمې اوبه ورکړو، ځینې ونې خو بېخي وچې شوې دي؛ خو بیا هم شکر دی چې زموږ د ژوند لږ او ډېر لګښتونه پوره کوي.»

نوموړي زیاته کړه چې د دايکنډي د اوبو ډېرې سرچینې وچې شوي او بزګران اړ شوي چې د غنمو، وربشو او جوارو کرنه پرېږدي او د بادامو باغونو ته مخه کړي.

دغه بزګر وايي چې اوس مهال بادام یوازېنی محصول دی چې خلک د وچکالۍ ټول خطرونو مني او پالنه یې کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، هغه کروندګر چې د بادامو ډېر باغونه لري، اوس یې د ژوند وضعیت ښه دی او ټول لګښتونه له همدې لارې پوره کوي.

نوموړی د وچکالۍ په موجوده حالت کې دايکنډي کې د خلکو لپاره تر ټولو مناسب کار  همدا د بادامو د باغونو پالنه بولي.

د نیلي ښار یو بل بزګر سیداحمد هم وايي چې د اوبو د کمښت له امله د بادامو حاصل د پخوا په پرتله کم شوی خو لا هم دا د کروندګرو د اقتصاد ساتنې لپاره ښه انتخاب دی.

هغه زیاته کړه: «د چینو او کاریزونو اوبه ډېرې کمې شوې، بسنه نه کوي، پخوا به موږ د غنمو او وربشو خرمنونه درلودل خو اوس هېڅ نه‌شته. د بادامو حاصل که څه هم په ډېرو ځایونو کې کم شوی خو لا هم همدا بادام دي چې د خلکو ژوند پرې روان دی.»

نوموړي څرګنده کړه چې په وروستیو کلونو کې د اوبو کمښت پر وړاندې مقاومت لپاره د کروندګرو ترمنځ د بادامو نوي ډولونه دود شوي او ځینو کروندګرو د دغو ډولونو د اېښودو له لارې ښه عاید ترلاسه کړی دی.

نوموړی له حکومته غواړي چې د وچکالۍ په مخنیوي سره د مبارزې او د دغه ولایت له اقلیم سره د جوړو کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو دودولو برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

‏د دايکنډي کروندګر دغه‌راز له حکومته غواړي چې د بهرنیو سوداګرو پانګونې او د بادامو د صادراتو زمینه برابره کړي؛ څو خلک خپل حاصل په ښه بیه وپلورلای شي.

ورته مهال، د دايکنډي د کرنیزو چارو پوهان وايي چې که څه هم وچکالۍ او طبیعي افتونو د بادامو ونې ډېرې زیانمنې کړې خو بیا هم دا حاصل د بزګرانو د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره یوه هیله ده.

دایکنډي کې د کرنیزو چارو پوه میثم محمدي وايي، په وروستیو څو کلونو کې اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ پر کرنې خورا اغېز کړی چې د تولیداتو کمېدو، نباتي افتونو او د ونو مرضونو ډېرېدو لامل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د بادام ونې د وچکالۍ په وړاندې مقاومې دي او د نورو میوه لرونکو ونو په پرتله د اوبو له کمښت سره ډېره سازګاري لري خو د ودې او باکیفیته تولید لپاره کافي اوبو ته اړتیا لري.

هغه څرګنده کړه، سره له دې چې د اوبو کمښت د کرنې د بې‌سارې کمېدو لامل شوی، خو بادام تر یوې اندازې د اوبو کمښت په وړاندې د مقاومت له امله پاتې او اوس د دایکنډي کروندګرو لپاره د کښت یوازینۍ محصول دی.

نوموړي دغه‌راز ټینګار وکړ چې اوږدمهالې وچکالۍ د بادام د تولید کچې پر کمېدو جدي اغېز لري او د بادام کیفیت او وزن کموي چې په پایله کې پر پلور او بیو یې هم اغېز کوي.

محمدي وویل: «د کرنې د عصري سیسټونو کارول لکه د څاڅکي اوبولګول کولای شي د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وکړي او اوبه د ونې رېښې ته ورسوي، تبخیر کموي او د دې لامل ګرځي چې د اوبو کموالي په صورت کې ونې ښه حاصل ورکړي، دغه لارې چارې کولای شي د وچکالۍ د اغېزو په کمېدو کې ډېر رول ولوبوي.»

د هغه په باور، له اصلاح شوو او نوو نیالګیو څخه ډېره استفاده دایکنډي کې د بڼوالۍ له دوام سره ډېره مرسته کولای شي.

هغه له حکومت او کروندګرو غواړې چې هڅه وکړي د بادامو نوي ډولونه ترويج کړي؛ ځکه چې د ده په وينا، هم ښه حاصل لري او هم په بازارونو کې په لوړه بيه پلورل کېږي.

ورته وخت کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي سږکال دایکنډي ولایت کې څه باندې ۲۳ زره متریک ټنه بادام راټول شوي دي.

‏ د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي وویل چې روان کال پر ۱۵ زره هکټار ځمکې د بادامو باغونو شتون درلود چې له هغو څخه ۲۳ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه بادام ترلاسه شوي دي.

هغه زیاته کړه، د تېر کال په پرتله د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ توپیر نه دی راغلی.

هغه زیاته کړه چې وچکالیو د بادامو پر حاصلاتو ډېر اغېز کړی، خو هغوی هڅه کوي څو د کروندګرو د ستونزو په حل سره د دغه ولایت د بادامو حاصلات ډېر کړي.

حاتمي څرګنده کړه چې د ځینو خنډونو لکه وچکالیو او افتونو سربېره د دایکنډي ولایت بادام د لوړ کیفیت او خوند له امله اوس هم په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري.

د هغه په وینا، شهرستان، نیلي او میرامور د دایکنډي په کچه د بادام تر ټولو ډېرې تولیدوونکې ولسوالۍ دي.

د هېواد د کرنې وزارت ویاند ټینګار کوي چې حکومت د اوبو له کمښت سره د مقابلې لپاره ډېرې هڅې کړې او له دې ستونزې سره د مبارزې لپاره یې د دایکنډي په بېلابېلو سیمو کې د څاڅکي اوبو لګولو سیستم او چک‌ډیمونه جوړ کړي دي.

مسوولین وايي چې د کرنې په برخه کې د کروندګرو د مسلکي معلوماتو ډېرېدو لپاره یې د عامه پوهاوي بېلابېل پروګرامونه او ښوونیز ورکشاپونه وړاندې کړي دي.

‏ دا په داسې حال کې ده چې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دایکنډي څه باندې ۸۰ سلنه خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د ډېریو د ژوند د عاید سرچینه همدا بادام دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.