Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ریچارډ لینډسي: برېتانیا به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره څلور میلیون پونډه ځانګړي کړي او زیاته کړې یې ده چې له افغانانو سره به یې مرستې دوام ولري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره وکتل.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې کابل او اسلام‌اباد د دایمي اوربند لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي زیاته کړې، برېتانیا د افغانستان په ختيځ کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په موخه څلور میلیونه پونډه ځانګړي کړي چې د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا زیانمنو ته رسول کېږي.

لینډسي افغانستان ته د کډوالو راتګ او طبیعي پېښې، بشري مرستو ته د اړتیا ډېرېدو لاملونه یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې لندن به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

سرچینې زیاته کړې، مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د انګلیستان د بشري مرستو له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت د افغان کډوالو او اړمنو د لاسنیوي په موخه له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې افغان حکومت له راستنېدونکو سره د لنډمهاله مرستو سربېره هغوی ته د دایمي سرپناه په موخه ګڼ ښارګوټي په نظر کې نیولي چې دا مهال پر ځينو کار روان دی.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالۍ د دایمي حل او د راستنو شوو د ژوند د وضعیت ښه کېدو برخه کې ښارګوټي مهم وبلل او د ښارګوټو په رغولو کې یې د برېتانیا په ګډون د نورو مرستندویه هېوادونو مرستې مهمې بللې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.