کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې چین له افغانستان سره د اوږدمهاله او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله لري او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ارزښتونو درناوی کوي.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمدنعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو او اړيکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي کړکېچ بحث وشو.
محمدنعیم ویلي، چین او افغانستان دوه تاريخي ګاونډي هېوادونه دي چې ډېر مشترکات سره لري او نوموړي د چين هېواد د ملاتړه له امله مننه کړې ده.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابلو اړيکو پر بنسټ تعامل ته ژمن دی او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضرر وکاروي.
نوموړي ویلي: «متاسفانه پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلامي امارت حوصله ازمايي؛ تر دې چې اسلامي امارت عکسالعمل ته اړ ايستل شو، د اسلامي امارت ثابت موقف دا دی چې د ستونزو حل او هواری په خبرو او تفاهم کې دی.»
سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې د چین استازي یوشیاو یونګ ویلي، چین له افغانستان سره د اوږدمهاله او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله لري او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ارزښتونو درناوی کوي.
نوموړي زیاته کړې، چین هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او په دې لړ کې د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هرکلی کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP