Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یو میلیون او۴۵۰ زره افغان کډوال ایستلي دي

کابل (پژواک،۲ لړم ۱۴۰۴): ایراني چارواکو ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې یو میلیون او ۴۵۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

د ایرنا د خبري اژاین د راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز رییس نادریار احمدي ویلي: «د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د غیرقانوني اتباعو د ایستلو یک میلیون او ۴۵۰ زره کسانو ته ورسېد.»

هغه زیاته کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر روان دی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې به همدومره نور کډوال هم وایستل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د مرکز د رییس په وینا، مخکې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر ۶ میلیون کسانو ته رسیده، خو اوس دغه شمیر ۴.۵ میلیون کسانو ته راټیټ شوی دی.

احمدي ویلي چې اوس مهال د افغان او ایراني نارینه‌وو او ښځو ترمنځ ۸۰ زره ودونه ثبت شوي دي (۴۰ افغانان له ایرانیانو سره او برعکس)، چې له ماشومانو سره شاوخوا ۲۵۰ نفوس جوړوي.

هغه د دغو کورنیو ماشومانو ته د پېژندپاڼو ورکولو په اړه ویلي: «هغه ماشومان چې له ایراني میندو او یا برعکس زیږیدلي دي، کولتی شي پېژندپاڼه ترلاسه کړي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.