Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ نړۍوالې شورا د افغانستان ټېسټ لوبډله جریمه کړې

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍواله شورا وایي چې د افغانستان د کرکټ ټېسټ لوبډله یې له زمبابوې سره په لوبه کې تر ټاکلي وخت د «کرارې» لوبې له امله جریمه کړې ده.

د کرکټ نړۍوالې شورا پرون په یوه خبرپاڼه ویلي چې افغان لوبډله د لوبې د فیس ۲۵ سلنه جریمه ورکوي؛ ځکه دوی له زمبابوې سره په لوبه کې له ورکړل شوي وخت څخه پنځه اورونه وروسته پاتې شوې ده.

سرچینې ویلي چې د «ICC» د اصولو له مخې، که یوه لوبډله په ټاکلي وخت د اورونو په لوبولو کې پاتې راشي نو د هر اوور پرسر به د خپل فیس پنځه سلنه د جریمې په توګه ورکوي.

د کرکټ نړۍوالې شورا ویلي چې د افغانستان لوبډل‌مشر په خپله اعتراف کړی او وړاندیز شوې جریمه یې منلي او رسمي غوښتنې ته اړتیا پیدا نه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې زمبابوې وړمه ورځ افغانستان ته په ټېسټ لوبه کې ماته ورکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.