کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍواله شورا وایي چې د افغانستان د کرکټ ټېسټ لوبډله یې له زمبابوې سره په لوبه کې تر ټاکلي وخت د «کرارې» لوبې له امله جریمه کړې ده.

د کرکټ نړۍوالې شورا پرون په یوه خبرپاڼه ویلي چې افغان لوبډله د لوبې د فیس ۲۵ سلنه جریمه ورکوي؛ ځکه دوی له زمبابوې سره په لوبه کې له ورکړل شوي وخت څخه پنځه اورونه وروسته پاتې شوې ده.

سرچینې ویلي چې د «ICC» د اصولو له مخې، که یوه لوبډله په ټاکلي وخت د اورونو په لوبولو کې پاتې راشي نو د هر اوور پرسر به د خپل فیس پنځه سلنه د جریمې په توګه ورکوي.

د کرکټ نړۍوالې شورا ویلي چې د افغانستان لوبډلمشر په خپله اعتراف کړی او وړاندیز شوې جریمه یې منلي او رسمي غوښتنې ته اړتیا پیدا نه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې زمبابوې وړمه ورځ افغانستان ته په ټېسټ لوبه کې ماته ورکړه.