چاریکار پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومندانۍ وایي چې د دغه ولایت په رباط سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پروان امنیه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د پروان ولایت په مرکز رباط سیمه کې یو کرولا ډوله موټر له سړک څخه منحرف او د سړک پر غاړه د تیلو ټانک کې ولاړ بار وړونکي موټر سره یې ټکر کړی دی.
هغه وویل، په دغه پېښه کې څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
مسکین وایي چې پېښه دا مهال د ترافیکو مدیریت له لوري تر څېړنې لاندې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP