Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره میاشت د هېواد په ۲۷ ولايتونو کې له څه باندې ۷۹۸ زره کورنیو سره مرستې شوې دي
آرشیف

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تېره میاشت د هېواد په ۲۷ ولايتونو کې له څه باندې ۷۹۸ زره کورنیو سره نغدي، خوراکي، غیرخوراکي او روغتیايي مرستې شوې دي.

یاد وزارت نن (دوشنبه، در لړم ۵مه) پر خپله اېکس‌پانه ليکلي: «تېره مياشت د هېواد په ۲۷ ولايتونو کې ۷۹۸ زره او ۷۳۴ راستانه شوو، بې‌ځایه شوو او کوربه کورنيو سره د ۱۷۰ میلیون او ۷۰۸ زره او ۱۸۶ افغانیو په ارزښت مرستې شوې دي.»

د سرچينې له قوله، یادې مرستې په اروزګان، بادغیس، بامیان، بدخشان، بغلان، بلخ، پکتیا، تخار، جوزجان، خوست، دایکنډي، سرپل، سمنګان، غزني، غور، فراه، کندهار، کاپیسا، کابل، میدان‌وردګو، ننګرهار، نورستان، نیمروز، هلمند، زابل، فاریاب او هرات ولايتونو کې هغو کورنيو ته چې پخوا يې سروې شوې وې، وېشل شوې دي.

سرچینه کاږي چې د یادو کورنیو له ډلې له ۷۹۳ زره او ۳۱۹ کورنیو سره د اړوند وزارت د ثانویه واحدونو په همغږۍ د ملي او نړۍوالو بنسټونو له لوري نغدي، خوراکي، غیرخوراکي او روغتیايي مرستې شوې دي.

دغه‌راز، له یو زر او ۴۱۵ کورنیو سره روغتيايي، د ژمنیو جامو او غیرخوراکي مرستې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.