Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د نهرین – جلګې عمومي سړک د رغولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي چې په بغلان ولایت کې د نهرین – جلګې عمومي سړک د لومړۍ برخې رغولو چارې پیل شوې.

د ټولګټو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په بغلان کې د نهرین – جلګې عمومي سړک د لومړۍ برخې د اساسي رغونې چارې نن پیل شوې.

سرچینه کاږي، د دغه سړک د ۱۲ کیلومتره برخې رغولو قرارداد د ۱۹۲ میلیون افغانیو په ارزښت یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوی او چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

سرچینې لیکلي چې په دې پروژه کې به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره او له بشپړېدو سره به یې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.