شبرغان (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): هغې علمي سیالۍ چې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د زدهکوونکو د هڅونې او د هغوی د ساینسي استعدادونو د ودې په موخه ترسره شوه، د ۲۲ ښوونځیو ۱۲۰ زدهکوونکو پهکې خپلې ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
د جوزجان د پوهنې رییس مولوي لعلجان راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالي د زدهکوونکو د علمي هڅونې او د هغوی د ساینسي استعدادونو د ودې لپاره جوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دغه پروګرام کې چې په شبرغان ښار کې ترسره شو، د ۲۲ ښوونځیو ۱۲۰ زدهکوونکو خپلې ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
هغه زیاته کړه، له وړاندې شوو پروژو څخه یوه د غوره پروژې په توګه وټاکل شوه او ټاکل شوې چې مرکزي پړاو کې د ګډون لپاره کابل ته ولېږدول شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د دې ډول سیالیو ترسره کېدل د زدهکوونکو علمي انګېزه پیاوړې کوي او د زدهکوونکو او ښوونکو ترمنځ د علمي تجربو د تبادلې زمینه برابروي.
د جوزجان د پوهنې رییس په وینا، دغه پروګرام د پوهنې وزارت د لارښوونې پر بنسټ او د زدهکوونکو د علمي ظرفیتونو د لوړولو د عمومي پلان په چوکاټ کې د دغه ریاست د ساینس د عمومي مدیریت په هڅو پلي شوی دی.
ورته مهال، زدهکوونکو د انرژۍ تولید، د چاپېریال ساتنې، فزیک او کیمیا په برخو کې خپلې ابتکاري پروژې نندارې ته وړاندې کړې چې ښوونکو، مسوولینو او لیدونکو یې هرکلی وکړ.
د جوزجان د پوهنې ریاست ټینګار کوي چې د دې ډول علمي سیالیو دوامداره ترسره کول به د ولسوالیو او د شبرغان ښار په کچه روان وي څو په بېلابېلو ساینسي برخو کې د زدهکوونکو استعدادونه لا نوره وده هم وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP