Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان او قزاقستان د دوه‌اړخیزو همکاریو د لار نقشې پر پلې کېدو ټینګار وکړ

کابل (پژواک، د لړم ۷مه ۱۴۰۴): افغان او قزاقستاني چارواکو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې لوړولو او د دوه‌اړخیزو همکاریو د لار نقشې پر پلې کېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې نورالدین عزیزي د خپل رسمي سفر پر مهال په قزاقستان کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د ملي اقتصاد له وزیر ژومان ګارین سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې ورسره کړې دي.

سرچینه زیاتوي، په یاده لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ او له افغانستانه قزاقستان ته د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د پنبې صادرات د همکاریو د لومړیتوبونو له ډلې وګڼل شول.

سرچینه دغه‌راز زیاتوي: «دواړو خواوو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د لارنقشې پر پلي کولو ټینګار وکړ چې موخه یې په راتلونکو کلونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه تر درې میلیارد ډالرو لوړول دي. دواړو لورو د یادې لارنقشې اهمیت د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ترانزیت د اسانۍ او د متقابلې پانګونې د پراختیا په برخه کې څرګند کړ.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قزاقستان په الماتې ښار کې د افغان محصولاتو د پلور مرکز د جوړېدو غوښتنه کړې او له دې هېواده یې غوښتي چې د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې پانګونه وکړي.

سرچینې زیاته کړې، دواړو خواوو د روانو هوکړه‌لیکونو د نهايي کولو، د پخوانیو سوداګریزو تړونونو پلي کولو، د ترانزیتي خنډونو لرې کولو او د بانکي اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې کړې او دغه‌راز، قزاقستان د افغان سوداګرو د ستونزو حل کولو او د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.