Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال: نشه‌یي توکي د افغانستان نه، بلکې د نړۍ ستونزه ده

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) له سیاسي رییس سره په لیدنه کې ویلي، نشه‌یي توکي د افغانستان نه، بلکې د نړۍ ستونزه ده.

د کورنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله د اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مرستیال شیخ‌الحدیث مولوي محمدقاسم خالد د یوناما له سیاسي رییس سکاټ سمیټ او مل پلاوي سره په کابل کې ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي محمدقاسم خالد ویلي چې اسلامي امارت د نشه‌یي توکو د له منځه وړو پر وړاندې جدي مبارزه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت هيچا ته د نشه‌یي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور اجازه نه ‌ده ورکړې.

هغه زیاته کړې، د روږدو درملنه، وقایه، مسلکي زده‌کړې، بزګرانو ته د نشه‌یي توکو د بوټو د کښت بدیل برابرول او د نشه‌یي توکو له منځه وړل د نړۍوالو همکارۍ ته اړتیا لري؛ ځکه نشه‌یي توکي د افغانستان نه، بلکې د نړۍ ستونزه ده.

ورته مهال، د یوناما سیاسي رییس هم د اسلامي امارت د مشر هغه فرمان ستایلی چې د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو په اړه صادر شوی او هغه اقدامات یې هم وستایل چې د امارت له لوري د نشه‌یي توکو پر ضد ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د لیدنې په پای کې دواړو خواوو پر دوه ‌اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.