د کورنیو چارو وزارت مرستیال: نشهیي توکي د افغانستان نه، بلکې د نړۍ ستونزه ده
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) له سیاسي رییس سره په لیدنه کې ویلي، نشهیي توکي د افغانستان نه، بلکې د نړۍ ستونزه ده.



