Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال: حکومت باید د ولس ستونزو ته رسېدنه وکړي

پل علم (پژواک، ۵ وري ۱۴۰۴): د کورنيو چارو وزارت مرستيال لوګر ولایت کې یوې غونډې ته ویلي چې اسلامي امارت د افغانانو د قربانيو په پایله کې واک ته رسېدلی او اوس اړتیا ده چې حکومت د ولس غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نن په لوګر ولايت کې د کورنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او احصايې او معلوماتو ملي ادارې مرستيالانو، د لوګر سیمه‌ییزو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او عامو خلکو په ګډون د اسلامي امارت د «جهادي قوماندانانو» په ياد غونډه جوړه شوې وه.

غونډې ته د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفيع‌الله صميم وويل، د اسلامي امارت واک ته د رسېدو په لاره کې د لوګر ولايت د ۱۱۵ جهادي قوماندانانو ژوند او مبارزو په اړه يې معلومات راټول کړي او ډېر ژر به د کتاب په بڼه چاپ شي.

هغه وويل، د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره په همغږۍ به په لوګر ولایت کې جهادي موزيم هم جوړ شي او په دې برخه کې عملي هڅې پيل شوې دي.

بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله ذاهد وويل، د لوګر ولايت اوسېدونکو په تيرو جګړو کې بېساري قرباني ورکړې ده او اړتیا چې اسلامي امارت یې غوښتنو او ستونزو ته رسېدګي وکړي.

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مرستيال مولوي عبدالله مختار وويل، اسلامي امارت د افغانانو په قربانيو واک ته رسېدلی دی او اړتیا ده چې حکومت د ولس غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه وکړي.

مختار وویل، لوګر پلازميني کابل ته څېرمه پروت ولايت دی خو په تېرو نظامونه کې د پرمختګ په برخه کې هېڅ کار نه دی ورته شوی او اسلامي امارت هڅه کوي، څو د ولس په غوښتنه او د اړتيا له مخې بنسټيز کارونه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د جهادي قوماندانو او فرهنګي څېرو په ياد ورته غونډې جوړې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.