Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: له ایران سره تراوسه د کاري وېزو په اړه کومه هوکړه نه‌ده شوې

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې له ایران سره د کاري وېزو په تړاو تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې او هيڅوک دې د وېزو اخيستو په موخه چاته خپل اسناد او پیسې نه ورکوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د پورته څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې په دغه برخه کې له ایران هوکړې ته تر رسېدو پورې دې هېڅوک او شرکت د وېزو د اخیستو په موخه خپل اسناد او پیسې چا ته نه ورکوي.

سرچینې زیاته کړې: «د دې لپاره چې افغان کارګر د تېر په څېر په ایران کې له ستونزو او ننګونو سره مخ نه شي او ترخې تجربې بیا تکرار نه شي، هلته باعزته ژوند او کار وکړي او خپل ټول حقوق یې خوندي وي؛ دغه وزارت په هڅه کې دی چې د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت سره یو تفاهم ته ورسېږي.»

سرچینې ویلي، له سیاسحتي او زیارتي شرکتونو او افرادو سره د سرغړونې په صورت کې قانوني چلند کېږي.

دا په داسې حال کې ده، د تېرې تلې میاشتې په ۲۵مه  د سوېلي اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت مسوول محمدرضا بهرامي او په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیګدلي د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي وو چې هېواد یې د ناقانونه استوګنې د حل په موخه افغانانو ته دوه سوه زره کاري وېزې ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.