Language

د پاکستان له زندانونو څه باندې ۳۰۰ افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن (پنج‌شنبه، د لړم ۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ۳۰۵ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او په روانه اونۍ کې هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د کډوالو لېږدولو امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي وو او د یوې ورځې تر دوو میاشتو د بند موده یې تېره کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، یاد کسان هېواد ته له راستنېدو سره د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.