کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): په کابل کې د «افغانستان د کاپ ۳۰ اقلیمي ناستې پر لور» تر سرلیک لاندې د چمتووالي غونډه وشوه؛ په دې غونډه کې د چاپېریالساتنې ملي اداري رییس ویلي چې کاپ ۳۰ ناستې ته تلونکی پلاوی باید د افغانستان چاپېريالي ستونزې په مشترک، متحد او يوه واحد غږ تر نړۍوالو ورسوي.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د دې ادارې عمومي رييس مولوي مطیعالحق خالص، د بېلابېلو امارتي ادارو مسوولینو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) او اروپايي اتحاديې استازو، د ملي او نړۍوالو موسسو مسوولینو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصينو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د تلو (TLO) مؤسسې مرستيال انجنير عبدالرحيم خرم په دې غونډه کې هیله ښودلې چې د کاپ ۳۰ نړۍوال کنفرانس کې به افغان پلاوی له پوره چمتووالي او همغږۍ سره ګډون وکړي.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې عمومي ريیس مولوي مطيعالحق خالص هم ویلي، افغانستان د نړۍوالو صنعتي هېوادونو د بېرويې فعاليتونو له امله راغلي اقليمي بدلون ډېر متضرر کړی چې د ناڅاپي سېلابونو، بېوخته ورښتونه، وچکالي، د تودوخې درجې لوړېدل او د داخلي مهاجرتونو زياتېدل يې ښکاره بېلګې دي.
هغه ویلي: «موږ هڅه کوو چې په COP-30 کنفرانس کې ګډون وکړو او خپل غږ تر نړۍوالو ورسوو.»
نوموړي ياد کنفرانس ته له تلونکي پلاوي وغوښتل چې د افغانستان چاپېريالي ستونزې باید په مشترک، متحد او يوه واحد غږ تر نړۍوالو ورسوي.
یادې ادارې په دې اړه چې د کاپ غونډه کله جوړېږي، جزئیات نه دي ورکړي.
هغه ویلي، نړۍوال بايد افغانستان د نړۍ برخه وګڼي، چاپېريالي موضوعات دې نه سياسي کوي، له افغانستان سره دې توپیري سلوک نه کوي او د افغانانو حقوق دې ورکړي.
د چاپېریالساتنې عمومي ريیس پر نړۍوالو غږ وکړ چې د افغانستان ځنډول شوې چاپېريالي پروژې ژر تر ژره له تعليقه وباسي؛ افغانستان بايد د اقليمي بدلون نړۍوالو مالي صندوقونو ته لاسرسی ومومي؛ په نړۍوالو چاپېريالي غونډو کې بايد افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړل شي او همداراز نړۍوال بايد د افغانانو چاپېريالي ستونزو ته د رسېدو په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د سیاسي برخې مشر هم د اقليمي بدلون د زيانونو په تړاو خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP