کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان له ۱۷ کلنو کمعمره فوټسال ملي لوبډله د ځوانانو په اسیایي سیالیو کې نن له ایران سره پایلوبه ترسره کوي.
د افغانستان د فوټسال کمېټې پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د هېواد له ۱۷ کلنو کمعمره فوټسال لوبډله د ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالیو کې نن له ایران سره پایلوبه ترسره کوي.
سرچینې زیاته کړې، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د ماخوستن ۸:۳۰ بجې په بحرین کې ترسره شي.
دغهراز، د بحرین په کوربهتوب د اسیایي سیالیو برخه کې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو برخه اخیستې ده چې افغان لوبډله د دې سیالیو په A ګروپ کې له بحرین، اوزبېکستان او چین سره یوځای ده.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپل ګروپ کې درېیو واړو لوبډلو بحرین، اوزبېکستان او چین ته او په نیمه پایلوبه کې بیا ټایلنډ ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لارپیدا کړه.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربهتوب د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو رشتو کې د روانې اکټوبر میاشتې له ۲۲مې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۳۱مې به دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP