لښکرګاه (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۴): د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ډلې، یوه شپږ کله نجلۍ چې تېره شپه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰۰ متره ژورې څاه ته لوېدلې وه، ژغورلې ده.
په هلمند کې د ۲۱۵ «العزم» قولاردو په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یوه شپږ کلنه ماشومه په شاوخوا ۱۰۰ متره ژورې څاه ته لوېدلې وه.
سرچینې ویلی، یاده نجلي د ملي دفاع وزارت د ژغورنې د تخنیکي ټیم له لوري ژوندۍ له څاه ژغورل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ماشومې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی خو د لا ښې درملنې لپاره د سیمې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP