کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۴): د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان د اوربند پر دوام هوکړه کړې او د دې هوکړې د تطبیق پر جزئیاتو به د روان کال د نومبر په شپږمه په استانبول کې د لوړې کچې یوه غونډه کې خبرې وشي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان، پاکستان، ترکیې او قطر استازو د روان ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې په استانبول کې سره ولیدل څو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د روانې میاشتې په پیل کې په دوحه کې د اوربند هوکړه پیاوړې کړي.
په اعلامیه زیاته شوې: «ټولو خواوو د اوربند پر دوام هوکړه وکړه او د دې هوکړې پر جزئیاتو او د هغې د پلي کېدو پر څرنګوالي به د نومبر په شپږمه په استانبول کې د لوړې کچې په غونډه کې بحث وشي.»
د سرچینې په وینا، دواړو خواوو دغه راز هوکړه کړې چې د څارنې او څېړنې یو ګډ مېکانیزم جوړ کړي څو سولې له ساتلو ډاډ ترلاسه شي او د هوکړې د نقض په صورت کې سرغړونکي لوري ته جرام په پام کې ونیول شي.
د یادولو ده چې شاوخوا درې اونۍ مخې (د روان کال د تلې په ۱۷مه)، د پاکستان پوځي رژیم د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د مرغی بازار بمبار وکړ او د کابل هوايي حریم یې هم نقض کړ.
د دغو بریدونو په غبرګون کې، د اسلامي امارت ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل او له هغه وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې چې تر اوسه نه دي پرانیستل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP