خوستښار (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ ۲۹ کلنه دښمني چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي وو، د ځايي چارواکو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
يادې کورنۍ د ځاځي ميدان ولسوالۍ د جبهې او باک ولسوالۍ د توتاک سيمې اوسېدونکې دي.
د خوست والي مولوي عبدالله مختار د جوړې شوې غونډې پر مهال وويل، د ولسونو يووالی او د خپلمنځي شخړو هواری د اسلامي امارت له مهمو لومړيتوبونو دي.
هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت چې راغلی، الحمدالله چې تاسې يې هر وخت شاهدان یاست چې په سلګونو سلګونو بدۍ د هېواد په لرو پرتو سيمو کې ختمې شوې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.»
د ښکېلو کورنيو غړي وايي چې په تېرو ۲۹ کلونو کې يې ژوند له کړاوونو ډک و، خو اوس چې یې ترمنځ روغه وشوه، خوشحاله دي.
د يوې ښکېلې کورنۍ غړي حضرتالله حليم پژواک ته وويل چې د خپلې دښمنۍ پر پای ته رسېدو خوښ دی او له هغو کسانو مننه کوي چې په دې برخه کې يې هلې ځلې کړې دي.
هغه وايي: «بد چې دي دا بد دي، نوم يې هم بد دی او بد به بد زېږوي. اوس وخت د دې دی چې خپلو منځونو کې سوله وکړو، نورو خلکو ته مې هم دا پيغام دی چې له بغض او حسد څخه کرکه وکړي او کومې دښمنۍ چې موجودې دي، هغه له منځه يوسو.»
د بلې ښکېلې کورنۍ غړي حمزه زيارمل پژواک ته وويل: «زموږ مخکې ژوند ډېر په تکليف کې و، اوس چې جوړه وشوله، زموږ ژوند به ډېر ورسره ښه شي او ډېر د خوشحالۍ احساس کوو.»
بلخوا، د خوست د سرحدونو او قبايلو چارو رييس مولوي محمدولي صديقي پژواک ته وويل چې دوی د تېرو دوو کلونو په جريان کې ۸۳ دا ډول شخصي دښمنۍ او لانجې حل کړې دي او هڅه يې دا ده چې دا لړۍ همداسې جاري وساتي.
هغه زياتوي: «له موږ سره چې د خوست څومره شخصي بدۍ ثبت دي، هغه ۷۲۰ دي، الحمدالله دا ۸۳يمه روغه ده چې کېږي او يوه به سبا وشي. زموږ هڅه دا ده چې په خوست کې څومره شخصي بدۍ دي، د هغو لپاره د امارت ټول چارواکي دې ته تيار دي چې دا په خير سره خلاصې شي.»
مولوي محمدولي صديقي دغهراز په خپلو خبرو کې وويل چې د کورنيو ترمنځ د شخصي دښمنيو سربېره د قومونو ترمنځ د شته شخړو او لانجو د حل لپاره هم جدي هڅې روانې دي.
مسوولینو د یادې دښمنۍ اصلي لامل نه دی څرګند کړی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP