Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د قتل او غلا په تور د پنځو ښځو په ګډون اته کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان د یوه کس د قتل او د دوو ښځو په ګډون درې کسان د غلا په تور نیولي دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتی ځواکونو د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د وسیم په نوم د یوه کس د قتل په تړاو د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان نیولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، وسیم څو ورځې مخکې په مرموز ډول وژل شوی او مړی یې د پروان د مرکز اړوند درېیمې امنیتي حوزې د خواجه سیارانو په سیمه کې موندل شوی و.

دغه‌راز، سرچینه زیاتوي چې د چاریکارو لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو د دوو ښځو په ګډون درې کسان د غلا په تور نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان تورن دي چې د سیمې له یوه کوره یې شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ غلا کړې دي.

سرچینه زیاتوي چې نیول شوو یادو ټولو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپلو جرمونو اعتراف کړی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.