Language

کینیا کې د ځمک‌ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د کینیا په لوېدیځ کې د سختو ورښتونو او ځمک‌ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان دي او څه باندې زر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دا پېښه د الګیو – ماراکوت ولایت د چیسانګوچ په غرنیو سیمو کې شوې؛ هغه ځای کې چې په لنډو فصلونو کې په‌کې شدید ورښتونه کېږي.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر کپچومبا مورکومن ویلي، د امنیتي ځواکونو له لوري د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.

هغه زیاته کړې چې په یاده پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه ، ۲۵ نور ټپیان دي او شاوخوا ۳۰ تنه لا هم نادرکه دي.