Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زلزلې په بلخ او سمنګان کې ځينې تاریخي ودانۍ هم زیانمنې کړې دي

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې په شمالي ولایتونو د تېرې شپې زلزلې له امله ځينې تاریخي ودانۍ، لکه د بلخ روضه شریفه او د سمنګان جهان‌نما بڼ هم جزوي زیانمن کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې زلزلې د هېواد په شمال کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. دغه وزارت د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې په دې پېښه کې د بلخ روضه او د سمنګان د جهان‌نما بڼ په ګډون یو شمېر تاریخي ودانۍ جزو زیانمن شوي دي.

د سرچینې په وینا، د تاریخي ځایونو ساتنه او بیارغونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اساسي دندو دي او د دغه وزارت تخنیکي ټیم به ډېر ژر د زیان د اندازې ارزونې او د هغو د بیارغونې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

دغه زلزله چې د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې وه، تېره شپه شاوخوا یوه بجه وشوه، مرکز یې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې و او په کابل، بغلان، سمنګان، سرپل او کندوز ولایتونو کې هم احساس شوه.

د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له مخې، د دې زلزلې له امله په بلخ او سمنګان ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او څه باندې ۶۷۰ نور ټپیان شوي دي. دغه‌راز، سلګونه استوګنیز کورونه بشپړ یا یو څه تخریب شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.