Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زلزلې د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې هم سلګونه کورونه تخریب کړي

فیض‌اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): بدخشان کې ځايي چارواکي وایي چې د تېرې شپې زلزلې له امله د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې هم شاوخوا ۸۰۰ کورونه بشپړ یا یو څه نړېدلي دي.

د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس مولوي محمداکرم اکبري وویل: «نن سهار د تېرې شپې له زلزلې وروسته ټکانونو د بدخشان د شهرِ بزرګ ولسوالۍ اوسېدونکي زیانمن کړي دي.»

نوموړي زیاته کړه، تر ټولو ډېر مالي زیان د دې ولسوالۍ د «چوګاني» کلي او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته اوښتی او استول شوي ټیمونه د وضعیت د څېړنې په حال کې دي.

بلخوا، د شهرِ بزرګ ولسوال مولوي عبدالرشید رشاد وایي چې په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۸۰۰ کورونه د تېرې شپې زلزلې او له هغې وروسته د څه باندې شپږو ټکانونو له امله په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي، ځایي اوسېدونکي اندېښمن دي او د وېرې له امله له خپلو کورونو بهر ازادې فضا ته وتلي دي.

د هغه په وینا، د زیانونو د ارزونې لپاره ګډ پلاوي چې د سره ‌صلیب، غیردولتي بنسټونو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې استازي په‌کې شامل دي، سیمې ته استول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.