هرات (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): هرات کې د نفت او ګازو دولتي شرکت مسوولین وايي چې د نفتي توکو د تخلیې او توزېع پروسه کې د اسانتیا رامنځته کولو لپاره د روزنک رېلپټلۍ په تمځای کې د تېلو د لویو زېرمو جوړولو چارې پیل شوې دي.
په هرات کې د نفت او ګازو امارتي شرکت رییس سید حفیظ الله عاصم وايي چې د نفتي توکو د تخلیې او وېش پروسه کې د اسانتیا رامنځته کولو لپاره، د دغه ولایت د روزنک رېلپټلۍ په تمځای کې د تېلو د لویو زېرمو جوړولو چارې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې دا زېرمې به په لومړیو کې د ۱۰۰۰ ټنه ډېزل او پټرول تېلو زېرمه کولو ظرفیت ولري او په راتلونکي کې به یې ظرفیت څو برابره لوړ شي.
د عاصم په خبره، د دغو تاسیساتو له جوړېدو سره به په هرات کې د نفتي توکو د لېږد او زېرمه کولو لړۍ اسانه شي او د کارخونو، موټرو او ښاریانو ته به پر وخت د سون توکو رسولو زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره اونۍ کې د نفتي توکو نږدې ۲۰ واګونه د خواف – هرات رېلپټلۍ له لارې هېواد ته وارد شول او ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې ۱۸۰ نور واګونونه هم دغه ولایت ته راورسېږي.
په همدې حال کې، د هرات یو شمېر اوسېدونکو هم د رېلپټلۍ له لارې د نفتو د وارداتو پیلېدو هرکلی کوي او وايي چې دغه بهیر کولای شي د سونتوکو د بیو په کمېدو او په بازار کې د احتکار په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.
هرات کې ځیني سوداګر هم د خواف – هرات رېلپټلۍ له لارې د نفتي توکو واردات د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بولي او وایي چې له دې لارې صادرات او واردات به د سوداګرۍ ډېرېدو، د لېږدولو د لګښتونو کمېدو او په هېواد کې د نفتي توکو د وېش لړۍ د ګړندۍ کېدو لامل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP