Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان سترې محکمې ودانۍ کې چاودنې ۱۵ کسان ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): رسنۍ وايي چې د دغه هېواد په ستره محکمه کې د یوې چاودنې له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.

د پاکستان د اکسپرېس ټربيون ورځپاڼې راپور ورکوي چې دغه پېښه نن شاوخوا ۱۱ بجې د سترې محکمې تل‌خونه کې شوې چې له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې  د اسلام‌اباد د پولیسو افسر علي ناصر رضوي ویلي، یاده چاودنه د سترې محکمې په کانټین کې شوې ده.

هغه د دوو ټپيانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې ور ښودلی او زیاته کړې یې ده چې له څو ورځو راهیسې د کانټین ځای کې ګاز لیک و او چاودنه هغه مهال شوې چې د «هوا کنډېشنر» د ترمیم کار روان و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.