Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۱۶ زره کډوال راستانه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۶ زره ۲۴۳ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۹۶۳ افغان کورنۍ چې ۱۶۲۴۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

هغه لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپین‌بولدک، د هلمند د بهرام‌چې او تورخم له لارو راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې، د یادو راستنو شوو کډوالو له ډلې ۲۱۶۱ کورنۍ چې ۱۱۷۷۲ کسان کېږي، خپلو سيمو ته لېږدول شوي او له ۱۸۸۲ نورو سره مرسته شوې ده.

د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۲۹۵۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.