کندهار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ، د یوه خصوصي شرکت له خوا له کندهاره روسیې ته د مڼو صادرات پیل شول چې ټاکل شوې تر زر ټنه پورې مڼې صادرې شي.
د دغه شرکت مسوولین وایي، د سې شنبې په ورځ په دوه موټرونو کې ۵۰ ټنه مڼې، چې ارزښت یې ۱۰۰ زره امریکایي ډالر دی، له کندهار ولېږدول شوې او د تورغونډۍ له لارې به روسیې ته ولېږدول شي.
د کُنډا فروټ شرکت مرستیال محب مجددي وايي، دوی مڼې له میدان وردګو، غزني، پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو څخه راټولوي، بیا یې دلته په معیاري ډول بستهبندي کوي او روسیې ته یې صادروي.
هغه زیاته کړه: «موږ دا ځل روسیې ته د مڼو صادرات پیل کړل. له دې وړاندې زموږ صادرات هند ته ترسره کېدل، او پلان لرو چې مالیزیا او ځینو نورو هېوادونو ته هم صادرات پیل کړو. هڅه مو دا ده چې د افغانستان مېوې تر ډېرو هېوادونو ورسېږي.»
ده وویل، که مڼې ډېرې وي او کمښت یې رانهشي، نو پلان لري چې سږ کال تر زر ټنه پورې مڼې روسیې ته صادر کړي.
د کندهار سوداګر دا یو مثبت ګام بولي، ځکه اوس د افغانستان د مېوو لپاره یوازې یوه نه، بلکې څو صادراتي لارې شته چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته رسېږي.
د کندهار یو تن سوداګر حاجي پښتون وايي، دا مهال د پاکستان لاره بنده ده او د افغانستان تازه او وچه مېوه له هغې لارې نه شي صادرېدلای؛ نو دا یوه ښه اسانتیا ده چې د نورو لارو له لارې د هېواد مېوې صادرېږي.
پر همدې مهال د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شېرمحمد حاتمي وایي، دغه وزارت هڅه کوي چې د افغانستان د تازه او وچې مېوې لپاره نړیوال بازارونه پیدا کړي، تر څو دغه مېوه په ښه بیه وپلورل شي.
د هغه په وینا، د افغانستان مېوه ځانګړی خوند لري او له کېمیاوي توکو پاکه ده، له همدې امله په نړیوالو بازارونو کې ښه نوم لري، او اوس ډېر سوداګر دې ته زړه ښه کوي چې د بېلابېلو لارو له لارې د نړۍ هېوادونو ته مېوه صادره کړي.
هغه زیاته کړه: «دا یو ښه زیری دی؛ موږ نن له کندهاره روسیې ته د مڼو صادرات پیل کړل. اوس مهال ډېری سوداګر دې ته زړه ښه کوي چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته مېوې صادرې کړي. موږ هم په دې هڅه کې یو چې بېلابېلې لارې وموندل شي، تر څو د هېواد خوندورې مېوې ډېرو هېوادونو ته صادرې شي.»
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د «کُنډا فروټ» شرکت له خوا روسیې ته د انارو صادرات هم پیل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP