Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشرتابه: د اسلامي نظام د اقامې لوی هدف د شرعي محاکمو له لارې د شريعت تطبيق دی

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه کندهار ولایت کې یوه غونډه کې د اسلامي امارت د حاکميت اصلي مقصد د محمدي غرا شريعت نفاذ ياد کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي نظام د اقامې لوی هدف د شرعي محاکمو او صحيح قضاء له لارې د شريعت تطبيق دی.

اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مشرتابه په کندهار کې د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت د دينيجامعاتو او تخصصاتو د قضاء او افتاء څانګو د مسئولينو او فاضلانو په يوه غونډه کې وينا وکړه.

مجاهد لیکلي، مشرتابه ديني جامعاتو علماء کرامو او فاضلانوته د وينا په ترڅ کې هغوی خپل درانه مسئوليت ته متوجه کړل، له خپله اړخه یېد ملاتړ ډاډ ورکړ او د اسلامي امارت د حاکميت اصلي مقصد يې د محمدي غرا شريعت نفاذ ياد کړ.

هغه ویلي: «د اسلامي نظام د اقامې لوی هدف د شرعي محاکمو او صحيح قضاء له لارې د شريعت تطبيق دی، نو تاسو بايد کوښښوکړئ چې په افتاء او قضاء کې ښه مهارت تر لاسه کړئ، څو د مسلمانانو ښه خدمت وکړای شئ، تاسو ته به د قضاء دروند مسئوليت درسپارل کېږي، نو په پوره جرئت به شرعي فیصلې کوئ او د چا تر تأثير لاندې به نه راځئ، حتی زما تر تأثير لاندې به هم نه راځئ، په تاسوکې چې چاته د فتوی مسئوليت سپارل کېږي بايد ډېر محتاط واوسي، د افتاء اصولو ته به ډېره پاملرنه کوئ او په فتوی کې د ډېرو علماووسره مشورې کوئ او نظرونه به يې اخلئ، کوښښ به کوئ چې د فتوی اصلي مرجع مو د متقدمينو علماوو کتابونه وي او د معاصروعلماوو فتاواوې مو د ممدې مرجع او فرعي مأخذ په توګه وي

مشرتابه علماوو ته ویلي چې په درسي حلقاتو کې د امامت کبرا مهمې مسئلې ته پاملرنه وکړي، څو طالبان او عام مسلمانان د شرعي امامت د مهم مسئوليت او لوی اسلامي ارزښت څخه خبر شي.

د ده په خبره، د شرعي امام او اسلامي نظام وجود له پېړيو څخه له مسلمانانو ورک وو، اوس چې اسلامي نظام الله تعالی قائم کړی دی بايد خاص او عام مسلمانان ورباندې خبر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.