کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ نږدې ۱۵ زره افغان کډوالو په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي او د لېږد د لګښت په ګډون څه باندې ۴۵ میلیون افغانۍ مرسته هم ورسره شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
په راپور کې راغلي چې تېره ورځ (چهارشبنې) د کندهار د سپینبولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله او د هلمند بهرامچې له لارو د افغان کډوالو ۲۵۰۰ کورنۍ چې ټول شمېر یې ۱۴۹۱۲ تنه کېږي، په اجباري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره ورځ له کابله ۹۰۰ راستنې شوې کورنۍ چې د ۶۷۶۳ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.
د راپور له مخې، تېره ورځ له راستنو شوو کډوالو سره ټولټال څه باندې ۲۹.۲ میلیون افغانۍ مرسته شوې او څه باندې ۱۵.۹ میلیون افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
دغهراز، سرچینه زیاتوي چې تېره ورځ راستنو شوو ته ۲۵۷۷ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP